د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

0
90

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

27 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده
تیره ورځ د د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګرېفتس او مل پلاوي سره کتلي.

 

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او د اړوند نړیوالو موسسو په همکارۍ بحث او خبرې وشوې.

 

د عامې روغتیا وزارت معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس او ورسره مل پلاوي خبرې او وړاندیزونه واورېدل او له هغوۍ یې وغوښتل چې ملګري ملتونه او نړیوالې موسسې باید د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ خپلې برنامې تنظیم او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس د بشري مرستو پر دوام، د دوۍ د همکارۍ پر زیاتوالي او د لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

 

ښاغلي معین د ملګرو ملتونو د مرستو له دوام مننه وکړه او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply