د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

0
115

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.

25 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال ښاغلي مارتین ګریفتس، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رمیز الکبروف، د پاملرنې موسسې عمومي مشرې سوفیا سپریچمن، د سیف دی چلډرن موسسې مشرې جانتي سوریپتو، د یونیسف موسسې مرستیالې عمر عبدي یې ملتیا کوله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.

 

خبر زیاتوي: په دغه ناسته کې د بشري مرستو په پراختیا، کاري تګلاره او د رامنځته شوو ستونزو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي مارتین وویل: مونږ ژمن یو، چې د مرستو رسولو کې ددین او کلتور مخالفت ونکړو، مونږ د مرستو د بندولو اراده نلرو، خو د مېرمنو د کاربندیز سره کارونه ټکني شوي دي.

 

نوموړي زیاته کړه، سږکال د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان لپاره ترټولو زیاته بودیجه په نظر کې نیول شوې ده او ددې لپاره باید د یوښه میکانیزم په رامنځته کولو کې په ګډه کار وکړو.

 

د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته د هرکلي ترڅنګ له افغانانو سره د دوی د مرستو مننه وکړه او ویې ویل: مونږ د نظام یوه برخه یو او د نظام د اصولو مطابق د مرستو په رسولو کې هرډول همکارۍ ته چمتو یو، نړیوال باید بشري مرستې له شرطونو سره ونه تړي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره کتلي او د انجونو د زده کړو په اړه غږیدلي.

 

ښاغلي حقاني له نوموړي وغوښتل، چې دلته حقایق وویني او نړۍ ته د افغانستان حقیقي تصویر وړاندې کړي

Leave a reply