د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو ۲۶ تنه نیولي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه یي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو ۲۶ تنه نیولي.
20 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو په ۵ ولایتونو کې د نشه یي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو ۲۶ تنه نیولي دي.
له منځه یې، ۴ تنه خوست کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو، یو تن په هرات، دوه تنه په پکتیا کې د ۴۵ کیلو چرسو د قاچاق او دوه تنه نور په کابل کې د ۳۶۴۹ ګرزه نشه یي ګولیو سره نیول شوي دي.
همدا راز د بلخ د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې منسوبینو يه تېره یوه اونۍ کې ۱۶ تنه د نشه یي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
اړوند موضوعات
کندهار کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړی.
له نیول شوو کسانو ۷۲ کیلو چرس، ۸۰ ګرزه نشه یي ګولۍ، ۲۵۰ ګرامه شيشه، درې لیټره شراب، دوه موټرې او یو میل تومانچه ترلاسه شوې ده.
حماد






