ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پکتیکا ولایت کې د یو جامع جومات د جوړیدو بنسټ ډبره کیښودله.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پکتیکا ولایت کې د یو جامع جومات د جوړیدو بنسټ ډبره کیښودله.
20 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا ولایت اړوند د یوسف خیلو ولسوالۍ د میست کلي په بازار کې د یو محراب جومات د قبلي تعین او د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد جومات د بنسټ ډبري ایښودلو په مراسمو کې د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالقیوم فرقاني، د ارشاد امر ، د یوسف خیلو ولسوالۍ مدیر، د یوسف خیلو ولسوالۍ د جامع جومات خطیب، قومي مشرانو، ځایی وګړو او علماءکرامو ګډون درلود.
اړوند موضوعات
د حج او عمرې ملي کمیټې د غونډو په څرنګوالي، د حاجیانو د لیږد او په نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی.
یاد جومات د (۳۵۰۰) متره مربع ځمکه کې د ځایی خلکو په مالي لګښت په پاخه او اساسی ډول جوړیږي، چې په یو وخت کې به (۳۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.