اطلاعات او کتلور وزارت په هرات ولایت کې یو نوی موزیم جوړوي.

اطلاعات او کتلور وزارت په هرات ولایت کې یو نوی موزیم جوړوي.
19 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له جهادي آثارو څخه د لیدنې پر مهال وویل، پلان لري چې په دغه ولایت کې یو نوی موزیم جوړ کړي.
د ښاغلي خیرخواه په وینا په دغه موزیم کې به د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو د شهکارۍ آثار او نمونې نندارې ته وړاندي کیږي.
نوموړي دغه آثار د هراتيانو د فرهنګي او هنري شهکار په توګه ياده کړه.
په ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعيم الحق حقاني د هرات د جهادي آثارو ځانګړي اهميت ته په اشارې وویل، چې یاد آثار د زياتو بهرنيو او کورنيو سيلانيانو پام ځان ته اړولى دى.
اړوند موضوعات
اطلاعات او کلتور وزارت ویلي چې زابل کې یې ۲۸ تاریخي سیمې ثبت کړي چې پاملرنه به ورته وشي.
د یادولو ده، چې د هرات جهادي آثار د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د اتلانو د اتلولۍداستان انځوروي.






