اطلاعات او کلتور وزارت ویلي چې زابل کې یې ۲۸ تاریخي سیمې ثبت کړي چې پاملرنه به ورته وشي.
18 فبروري 2023
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکوي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اسلامي امارت له راتګ سره دوی خپلې چارې ګړندۍکړې او زیاتې سیمې یې د تاریخي میراثونو په توګه ثبت کړې.
د زابل د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل وویل تر دې وړاندې د تاریخي ولایت زابل، تاریخي آثارو او آبدو ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې خو د ا.ا په واکمنېدو سره دوی د تاریخي آبدو د ساتنې پروسه ګړندۍکړې چې توانیدلي د پخوا په پرتله زیاتې تاریخي سیمې وپیژني او له ځان سره یې ثبت کړي چې دا پروسه لا هم په چټکۍسره مخ پر وړاندي روانه ده.
ښاغلي بشرمل ډاډ ورکړ، د وزارت مقام ته یې د بودجې او امکاناتو وړاندیز کړی ترڅو یو شمېر تاریخي ځایونه پرې ورغوي او هغه سیمې چې نوې پېژندل کیږي له ځان سره ثبت کړي.
د ده په وینا وړاندې له دوی سره لس تاریخي آبدې ثبت وې کله چې دوی راغلي دا شمېره ۲۸ ته لوړه شوې ده.
پر همدې مهال د زابل یوشمېر فرهنګپال او لیکوالان هم له دولت څخه غوښتنه لري چې د زابل تاریخ او نوم ته په کتلو سره تاریخي ځایونو او میراثونو ته پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
د ا.ا.ا ننګرهار ولایت کې د تاریخي ځایونو پۀ خپل سرو کندنو بندیز ولګاوۀ
زابل ولایت ډېر تاریخي آبدات لري، چې مهمې یې د غشي منار، بالاحصار، صاحب خان غونډۍ، سور تاک د میرویس نیکه پلار شاه عالم خان کلا، سلطان ملخي کلا او داسې نور.










Leave a Reply