د ا.ا.ا ننګرهار ولایت کې د تاریخي ځایونو پۀ خپل سرو کندنو بندیز ولګاوۀ

0
60

 

 

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان‌الله رسنسو ته وویل، د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي، چې په تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې ترسره او اثار یې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کړي

اړوند موضوعات:

طالبانو غزني ولایت کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده

د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان الله زیاته کړه: “څوک نشي کولی چې د دې ولایت د تاریخي اثارو خپلسرې کیندنې وکړي او که هره سیمه کې دا ډول د تاریخي ځایونو خپل سرې کیندنې کیږي نو ولسي خلک دې له مونږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو د دغې ستونزې مخنیوي ټول په شریکه سره وکړو، د طالبانو حکومت په رامنځته کیدو سره هیڅوک دا حق نه لري چې دا شتمني لوټ کړي او دا با ارزښته شتمني نورو هیوادونو ت قاچاق او یا یې له منځه یوسي.”

په همدې حال کې فرهنګي فعالان هم د طالبانو له یاد اقدام ستاینه کوي او وایي، د تیر حکومت پرمهال د یو شمیر زورواکو او ځینو وسله والو ډلو له لوري په ولایت کې د تاریخي ځایونو خپلسرې کیندنې ترسره شوي او اثار یې د پېښور موزیم ته وړل شوي دي.

فرهنګي فعال عزیز الله عزیز رسنو سره پۀ خبرو کې ویلي چې له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د تاریخي اثارو قاچاق کوونکو ته دې د سزا تر څنګ د یادو ځایونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عزیز الله عزیز زیاتوي: “تاریخي اثار په تیر کې قاچاق شوي او کیندنې هم د ځینو خلکو له لوري شوي دي، اوس چې طالبانو په دې کیندنو بندیز لګولی مونږ ورڅخه خوشاله یو، ځکه تاریخي اثار ملي شتمنۍ دي او هیڅوک حق نه لري چې دا شتمنۍ قاچاق کړي، غوښتنه مو دا ده چې طالبان باید د تاریخي اثارو قاچاق کوونکو ته سزا ورکړي او هم دې د تاریخي ځآیونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.”

بل لور ته فرهنګي فعال بازمحمد عابد وایي، چې له دې وړاندې د ننګرهار په لیرې پرتو ولسوالیو کې د تاریخي اثارو د موندنې خپلسرې کیندنې ترسره شوي او ګڼ شمیر تاریخي اثار پاکستان او یا نورو بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي.

ښاغلي عابد رسنیو سره په خبرو کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت او د یونسکو په ګډون له نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان قاچاق شوي تاریخي اثار دې بیرته ملي موزیم ته وسپاري.

بازمحمد عابد زیاتوي: “په تیرو څو لسیزو کې د هیواد زیاتره تاریخي اثار پاکستان ته قاچاق شوي او اوسمهال هلته د پېښور په موزیم کې ایښودل شوي دي، له حکومت غوښتنه کوو چې د یادو اثارو د ترلاسه کیدو په برخه کې مرسته وکړي ترڅو زمونږ دا تاریخي اثار بیرته موزیم ته وسپارل شي او په دې برخه کې د یونسکو د سازمان ونډه مهمه ده چې دوی وکولی شي دې برخه کې همکاري وکړي.”

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې یې ۱۲۲ تاریخي ځایونه د یوې سروې له مخې تثبیت کړي چې له دوی سره یې له ډلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا ځواکونو د غزني ولایت کې د تایخي شیانو قاچاق وړونکي لۀ یو شمېر توکو سره لاس پۀ نیولي ؤ.

 

Leave a reply