مروري او شلتن ولسوالیو مشرانو د امارت اسلامی ملاتړ اعلان کړو

0
59

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بیله بیلو ولسوالیو مشرانو د امارت اسلامی افغانستان د حمایت او ملاتړ اعلان کړې دې، مشرانو د امارت اسلامی لوړپوړه مشرانو ته باور ورکړې دې چې دوی به د امارت اسلامی ملاتړ او حمایت وکړی.

د افغانستان د مروري او شلتن ولسوالیو قومي مشرانو د افغانستان د ولایت کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد سره په ملاقات وکړو، په دې مهم ملاقات کښې ددې ولسوالیو مشرانو او مخورو شخصیتونو د امارت اسلامی مشر او نماینده ته ممکمل باور او او د بشپړ ملاتړ کولو ژمنه وکړه.
دې مشرانو د امارت اسلامی حکومت ته دا باور هم ورکړو چې په دې سیمو کښې په مکمل توګه د امنیت ټینګولو لپاره به دوی هروخت د امارت حکومت او مشرانو سره مرسته وکړه، مشرانو د امارت اسلامی ته دا باور هم ورکړو چې دوی به د عام اولس لپاره د چارو په تطبیق کښې همکاري وکړي.
یاده دې وی چې ددې نه په وړاندې ورځو کښې هم په کونړ او ننګرهار او د افغانستان په یو شمیر نور ولایتونو کښې ددې ولایتونو او ولسوالیو مشرانو، عالمانو، د اهل حدیث عالمانو ملاقاتونه کړي او د افغانستان اسلامی امارت د ملاتړ اعلان ی کړې او امارت اسلامی سره ی د پوره پوره همکارۍ کولو ژمنې هم وکړې.

Leave a reply