په ښکاره دې سزاګانې ور نه کړې شي: د امارت اسلامی مشرانو لارښوونه

0
183

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د اړوند ادارو مشرانو او غړو ته لارښوونه کړې دې چې په جرمونو کښې ککړو کسانو ته دې ښکاره سزا ور نه کړې شي .

د افغانستان پایه تخت کابل نه چاپ شوي د این این آی خبري آژانس په یو رپورټ کښې ویل شوي دي چې چې هغه کسان چې په د کوم جرم په تور کښې ونیول شي، بیا اړوند ادارې ددې پلټنې وکړی نو ددې سزا دې وضاحت او څیړنه وشی چې عام اولس ته ددې جرم په اړه معلومات په لاس راشي.
د رپورټ مطابق د امارت اسلامی د وزیرانو مجلس مشرانو خپلو اهلکارو ته لارښوونه کړې ده چې د سترې محکمې د حکم پرته دې چاته سزا ورنه کړۍ شي او نه دې ښکاره هغه ته سزا ورکړې شي.
مشرانو داسې هم ویلي دي چې که عدالت سزا ورکړي نو ددې سزا دې وضاحت وشی چې عام خلق ددې سزا او جرم نه خبر شي او بغیر د عدالتي حکم دې د سزا او جرم کوونکې کسانو مړي هم را زوړند نه کړۍ شي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی غړو له طرف نه په هرات ولایت کښې په غلا او اغوا جرمونو کښې ککړ کسانو ته ښکار سزا ورکړې شوې او ددوی مړي د ښار په چوکونو کښې په کرینونو کښې را زوړندی کړې شي، د امارت اسلامی دا فیصله چې د جرم کوونکوو له د د عدالتي حکم نه بغیر ښکار سزا ور نه کړې شي ، یوه ښه فیصله ده او دې سره به د اسلام او امارت اسلامی د بدنامي نا بچ شي.
سیاسي او نور علاقایی مشران د امارت اسلامی افغانستان د خبرې او فیصلې ته ډیر په ښه نظر ګوري او وایی چې دې سره د اسلام او امارت اسلامی د بدنامولو نه بچ شی او چې د جرم وضاحت وشی او عدالت ی تشریح وکړی نو دې سره به په جرمونو کښې کمۍ هم راشي.

په افغانستان کښې د سترې محکمې مشر وټاکل شو

Leave a reply