په افغانستان کښې د سترې محکمې مشر وټاکل شو

باغي ټي وي رپورټ
د افغاستان اسلامی امارت د سترې محکمې (سپریم کورټ) مشر ټاکل شوې دې، د اسلامی امارت افغانستان یوه مراسله جاري کړې ،په دې مراسله کښې د افغانستان د سترې محکمې مشر په اړه تفصیلات ورکړل شوي دي.
د باختر خبري آژانس یو رپورټ وایی چې د امیرالمومنین د حکم لاندې د سترې محکمې مشر اعلان شوې، د سترې محکمې مشر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني قاضي القضات او د سترې محکمې رييس ټاکل شوې دې. د اسلامی امارت امیر د حکم ترڅنګ شیخ مولوي محمد قاسم ترکمن د سترې محکمې لومړی مرستيال مقرر شوې او شیخ مولوي عبدالمالک د سترې محکمې دويم مرستيال ټاکل شوې دې.
د امارت اسلامی د یوې مراسلې مطابق د سترې محکمې د مشر لاس لیک نمونه هم چاپ شوې او په دې مراسله کښې ویل شوې دې چې دې نه پس به ټول اسناد دغه لاس لیک ولري چې د اجرا وړ به وي.
یاده دې وی چې په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ چې د پایه تخت کابل واک هم د طالب مشرانو لاس ته راغې نه د امارت اسلامی مشرانو دا اعلان کړې وو چې ټولو ته د عام معافۍ اعلان دي، طالب جنګیالي هم په سختې منع کړې شو چې بغیر د مشرانو د اجازت دوی د کوم سرکاری یا غیر دولتي کور ته داخل نه شي.
یاده دې وی چې په دې څو ورځې کښې هم په افغانستان کښې یو شمیر کسان د داعش ډلې سره د اړیکو په تور او نور د غلا په کیسونو کښې نیول شوي دې ، طالب مشرانو وایی چې ددې فیصله او سزاګاني به د افغانستان عدالتونه وکړی او دې کسانو ته به سزاګانې ورکړي.
د امیرالمؤمنین دحکم له مخې د ستري محکمي تشکیل اعلان شو.
شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني قاضي القضات او د سترې محکمې رييس،
شیخ مولوي محمد قاسم ترکمن د سترې محکمې لومړی مرستيال، شیخ مولوي عبدالمالک د سترې محکمې دويم مرستيال. pic.twitter.com/DVzGthBxjh— BNA Pashto (@bnapashto) October 15, 2021






