زابل کښې په سوونو کورنیو سره مرستې شوي

0
88

باغي ټي وي رپورټ
افغان اولس د د تیرو څو کالو جنګ له وجهې د یو شمیر مالي ستونزو سره مخ دي او د نړۍ هیوادونو ، پاکستان او د افغان شتمنو او سوداګرو له خوا دې افغان اولس سره بشري مرستې رواني دي.

د افغانستان په زابل ولایت کښې ددې ولایت یو سوداګر عبدالستار کوچي د ۴۰۰ مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې ، په دې موقع افغان کورنیو د افغان سوداګر ستاینه او مننه وکړه چې دوی سره ی د خوراکي توکو مرستې وکړي.
یاده دې وی چې پرون د پاکستان اولس طرف نه هم د تورخم بارډر او په جنوبي وزیرستان کښې د غلام خان بارډر له لارې افغان اولس ته د خوراکي توکو او د ژوند نور ضروری سامان نه ډک ټرکونه افغان چارواکو ته حواله شو. څرګنده دې وی چې د پاکستان حکومت دا بیان دې چې په افغانستان کښې د تیرو ۴۰ کالو د جنګ له وجهې دا اولس ډیر بد متاثر شوې دې .
د پاکستان د ملګري ملتونو ،ګاونډي هیوادونو ، مسلمان هیوادونو نه غوښتنه ده چې افغانستان سره دې اړیکې ټینګې کړي او دا هیواد دې یواځې نه پریږدي چې دلته بل کوم انساني یا د امنیت په اړه څه بحران یا بل کوم جنګ پیل نه شي او ددې مخه ونیول شي.

Leave a reply