په هرات کښې د قیمتونو کنټرول کولو لپاره کمیشن جوړ شوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د هرات ولایت مشرانو او د ځای ولسوالي مسوولو اهلکارو یوه غونډه شوې، په دې غونډه کښې د خوراکي توکو او نور د ضرورت څیزونو د قیمتونو کنټرول کولو په اړه ټینګار شوي دې.
د افغانستان اسلامی امارت د هرات ولایت مشرانو ددې ولایت اړوند ادارو سره غونډه شوې ده، په دې غونډه کښې یو کمیسون جوړ کړې دې ، د کمیسون مشرانو او غړو له دا ذمه واري ورکړې شوې ده چې په ښارونو کښې د خوراکي توکو او نور د ژوند ضروری څیزونو قیمتونه باندې نظر وساتي .
د کمیسون مشرانو او غړو به دا ذمه واري هم وي چې به د هغه سوداګرو او هټي والو په ضد قانوني کاروایی هم کوي ، کوم هټې وال یا سوداګر چې خوراکي توکۍ ذخیره کړي چې بیا ی په ګران قیمت په وګړو خرڅ کړي.
یاده دې وی چې د پاکستان په دوره راغلي د سوداګرو د پلاوي غړو نه دا خبره رسنیو ته معلومه شوې وه چې په افغانستان کښې د اسلامی امارت مشرانو په سوداګرو او نور کاروباري خلقو غږ کړې چې دوی د رشوت ورکولو او د رشوت اخستلو نه ډډه وکړي، طالب مشرانو سوداګر په سختۍ سره د رشوت د کارونو نه منع کړي دي.
#Breaking_news!#ہرات بلدیہ نے قیمتوں کو کنٹرول کرنے اور ذخیرہ اندوزی کو روکنے کے لیے ایک کمیشن قائم کیا ہے۔ #openuniversitydoors pic.twitter.com/wHfZITir9K
— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 15, 2021