امریکا د ګوانتنامو زندان څخه د اسدالله هارون د خلاصون منظوري ورکړه

د امریکا حکومت د ګوانتنامو زندان څخه د دوه نورو بندیانو د خلاصون منظوري ورکړې چې له منځه یې یو هم افغان تبعه اسدالله هارون دی.
فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر اساس د ګوانتنامو دوراني بیاکتنې بورد ویلي چې د دغه دوه بندیانو د خوشې کیدو منظوري د اکتوبر پر اومه وګټله.
اسدالله هارون چې ۴۰ کلن دی د ۲۰۰۷ راهیسې په ګوانتنامو کې د «خطرناکو ترهګرو» په تور بندي دی.
د ګوانتنامو د دوراني بیاکتنې بورد تېر کال د هغه د خلاصون سره مخالفت کړی و خو د نوي دستور پر اساس اسدالله هارون نور په «افراطي سازمانونو کې د رهبرۍ نقش» نه لري او په تېرو کړنو يې پښیماني څرګنده کړې ده.
دغه دوه بندیان به له ګوانتنامو خلاصيږي او یو بل هیواد ته به ورکول کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به له ځينو هیوادونو سره مذاکرات وکړي څو د هغوی تر نظارت لاندې وساتل شي.
اسدالله هارون په اړه داسې احتمال شته دی چې افغان حکومت ته به وسپارل شي.
اسد الله هارون د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه د ۲۰۰۷ز کال د ننګرهار کانال په ۱۱مه ویاله کې ونیول شو او باګرام ته انتقال شو.
د هارون کورنۍ وايي چې هارون ۴ میاشتې په باګرام کې بندي و او له هغه وروسته ګوانتنامو ته انتقال شو.






