جېمز کوان وايي چې افغانستان کې د ماینونو پاکول به لس کاله وخت ونیسي

0
99

جېمز کوان وايي چې افغانستان کې د ماینونو پاکول به لس کاله وخت ونیسي

په افغانستان کې ډېر شمېر ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له مهاله پاتې دي. د هیلو موسسې مشر کوان اوس په کابل کې د طا لبانو له حکومت سره د ماینونو پر سروې او د هغو د پاکولو په اړه په خبرو بوخت دی.

 

(2021 / 10  / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ماین پاکۍ یوه موسسه وايي، په لسو کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک کړي.

د هیلو موسسې ريیس جېمز کوان بریتانیايي رسنیو ته ویلي چې د طا لبانو د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ماین پاکانو ته اجازه ورکړې چې ماینونه پاک کړي.

د کوان په وینا، سره له دې چې دا به لویه ادعا وي چې په لسو کلونو کې افغانستان له ماینونو په بشپړ ډول پاک شي، خو اوس چې طا لبان واک په لاس کې لري دا امکان برابر شوی چې په افغانستان کې ماینونه په یوه لسیزه کې پاک شي.

په افغانستان کې ډېر شمېر ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له مهاله پاتې دي. د هیلو موسسې مشر کوان اوس په کابل کې د طا لبانو له حکومت سره د ماینونو پر سروې او د هغو د پاکولو په اړه په خبرو بوخت دی.

Leave a reply