غلو په چونيان ولسوالۍ کې د پوستې دروازه ماته کړې او لوټ کړي دي
باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو په وينا، غلو د پوستې دروازه ماتې کړې او ٢٣٠ زره کلدارې يې غلا کړې دي.
پوليس وايي، چې د پېښې په اړه سمدستي د ښار پوليس د پېښې ځاى ته ورسېدل او پلټنې يې پيل کړې، چې د پوستې دننه نصب شوې کمرې يې نيمګړې وموندلې، چې په ترڅ کې يې د پوستې امنيتي ساتونکي ټوپک پرېښود او وتښتېدل.
د پوليسو دڅرګندونو له مخې: په دغه پيښه کې دامنيتي ساتونکي شک دى او دنيولو لپاره يې يو ټيم جوړ کړى دى .