جان بولټن: لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لویه تېروتنه وه
جان بولټن: لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لویه تېروتنه وه
جان بولټن په تازه څرګندونو کې ویلي د سرتېرو ایستل هغه تېروتنه وه چې ټرمپ پيل کړه، بایډن ادامه ورکړه او دا تېروتنه به امریکا او سیمې ته په سرخوږۍ بدله شي.
هغه زیاته کړې ددې احتمال شته چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده وکړي او د جګړو د دوام سبب شي.
(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا لپاره یوه تېروتنه وه.
جان بولټن په تازه څرګندونو کې ویلي د سرتېرو ایستل هغه تېروتنه وه چې ټرمپ پيل کړه، بایډن ادامه ورکړه او دا تېروتنه به امریکا او سیمې ته په سرخوږۍ بدله شي.
اړوند موضوعات:
مککرسټال ویلي چې افغان جګړه کې د امریکا بریا له پیله غیر ممکنه وه
هغه زیاته کړې ددې احتمال شته چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده وکړي او د جګړو د دوام سبب شي.
بولټن د امریکا د ملي امنیت داسې سلاکار و، چې په جګړه غوښتنه مشهور و او ددې پلوی و چې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور دوام پیدا کړي.
بلخوا د افغانستان ا.ا تر دې وړاندې هم دغه ډول څرګندونې رد کړې دي او لا هم په دې باور دی چې دلته بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت نه کوي او په دې اړه څرګندونې د استخباراتي کړیو تبلیغات بولي.
د یادونې وړ ده چې د بایډن د ادارې پر وروستي د تخلیې ماموریت د امریکا د پخوانیو او اوسنو ځینو چارواکو له خوا سختې نیوکې کېږي او بایډن یو ناکام مدیر ګڼي.