مک‌کرسټال ویلي چې افغان جګړه کې د امریکا بریا له پیله غیر ممکنه وه

0
101

مک‌کرسټال ویلي چې افغان جګړه کې د امریکا بریا له پیله غیر ممکنه وه

کرسټال که څه هم دا د امریکا یو بل ناکام ماموریت بولي خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا حضور خپلې لاسته راوړنې هم لري او تر ټولو مهم یې دا دی چې د امریکا په حضور کې دغه هېواد له هره اړخه ډېر بدلون کړی دی.

 

(2021 / 10 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

یو لوړپوړی امریکایي جنرال سټینلي مک‌کرسټال چې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۰مه پورې یې افغان جګړه رهبري کړې ده وایي چې امریکا په افغان جګړه کې ستره ماتې وخوړه او طا لبانو ترې تېره شل کلنه جګړه وګټله.

نوموړي له یاهو فایننس سره په مرکه کې پر امریکا نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا له هماغه پیله یو ناممکن ماموریت و خو امریکایي چارواکو په ډېرې بې پروایي دوام ورکړ.

کرسټال که څه هم دا د امریکا یو بل ناکام ماموریت بولي خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا حضور خپلې لاسته راوړنې هم لري او تر ټولو مهم یې دا دی چې د امریکا په حضور کې دغه هېواد له هره اړخه ډېر بدلون کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې له افغان جګړې باید زده کړه وشي او نور باید هیڅ امریکایي د داسې جګړې قرباني نه شي چې ګټل یې غیر ممکن وي.

Leave a reply