د .ا.ا د پوتین وروستۍ څرګندونې رد کړي دي
د .ا.ا د پوتین وروستۍ څرګندونې رد کړي دي
د افغانستان نوي حکومت د پوتین پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي انادولو ترکي رسنۍ ته ویلي چې د ویلاديمیر پوتین څرګندونې په کلکه ردوي او په خبره يې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت نه شي کولی.
(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان نوي حکومت د پوتین پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي انادولو ترکي رسنۍ ته ویلي چې د ویلاديمیر پوتین څرګندونې په کلکه ردوي او په خبره يې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت نه شي کولی.
دده په وینا د افغانستان ا.ا د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کوي او هغه ګواښونه له منځه وړي چې سیمې او هېواد ته د خطرونو سبب کېږي.
اړونده موضوعات :
رییس جمهور روسیه: صدها جنگجوی داعش در شمال افغانستان جمع شده اند
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي وو چې بهرنۍ ترهګرې ډلې خپل غړي له عراق او سوریې افغانستان ته لېږدوي او په خبره یې ددغه هېواد په شمال کې شاوخوا ۲ زره بهرني وسله وال ځای پر ځای شوي دي.
خو د ا.ا د نوموړي دا څرګندونې ردوي او په دې اړه رابرسېره شوې اندېښنې بېځایه بولي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې امریکا هم ویلي ؤ چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ممکن افغانستان د داعش پر مرکز بدل شې.