ازبکستان کې؛ د کابل-ترمذ-پیښور رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې روانې دي
ازبکستان کې؛ د کابل-ترمذ-پیښور رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې روانې دي
د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیک کېږي.
(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طا لبانو له ازبکستان سره د ترمز- کابل-پېښور پر رېللارې خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیکېږي.
اړوند موضوعات:
ویل کېږي چې دمګړی له ازبکستان سره د ترمذ-کابل- پېښور د رېل پټلۍ په اړه خبرې شوې دي او ټاکل شوې چې ددغه پټلۍ د جوړولو پر سر هم توافقات رامنځ ته شي.
همدا راز د برېښنا د صادراتو، اقتصادي اړیکو او ترانزیت پر سر د هوکړې رامنځ ته کېدل ددې بحثونو عمده موضوع ده.
د ا.ا چارواکو ویلي چې له مرکزي اسیا سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي څو وکړی شي د افغانستان اوسنۍ اړتیاوې له دې هېوادونو پوره کړي.