د امارت اسلامی پلاوې د ازبکستان نه واپس کابل ته راورسید

0
48

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان د مبطوعاتو وزارت دفتر نه یوه مراسله جاري شوې چې پکښې بیان شوي دي چې د افغانستان اسلامی امارت لوړپوړې پلاوې د ریس الوزرا د مرستیال مولوی عبدالسلام په مشرۍ کښې د ازبکستان د یوې ورځې دورې نه پس پایه تخت کابل ته رارسیدلي دي.

امارت اسلامی افغانستان د مطبوعاتو وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې مراسله کښې وایی چې په دې لوړ پوړه پلاوي کښې د اقتصاد، دفاع ، عامې روغتیا، سوداګرۍ ، د لوړو زده کړو او د چارو ادارې وزیران شامل وو.
په دې یوه ورځنې دوره کښې د ازبکستان چارواکو سره ډیرې ګټورې خبرې ترسره شوي، په دوه اړخیز تجارت او د مزارشریف،کابل او پیښور ترمینځ د ریل پټړۍ د غزولو او یو شمیر نورو موضوع ګانو باندې ټینګار وشو.
په دې دوره کښې د دواړو هیوادونو تخنیګي ټیمونو په نور مهمو مسلو او ستونزو هم خبرې وکړي او د دواړه هیوادونو د مشرانو له اړخه په دواړو هیوادنو کښې په شریکه کار کولو لپاره ټیمونه جوړ شو چې په ګډه د دواړه هیوادونو د اولس د ښیګړې لپاره کار وکړي.
دا ځانګړي ټیمونه به به لسو ورځو کښې د مشرانو په مشوره سره لار نقشې او منصوبې تیارې کړي او د مشرانو مخې ته به وړاندې کوي چې راروانه تګ لاره باندې لاړ شي.
یاده دې وی چې د افغانستان د اسلامی امارت یو لوړپوړه پلاوي د قطر دوره هم کړې ده، د مولوی امیر خان متقي په مشرۍ کښې په قطر کښې د امریکا هیواد او نور ارپایی مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او دافغانستان د مسلو ،دلته د امن ټینګول په اړه ی وسره خبرې کړي دي.

Leave a reply