مېرکل د افغانستان پۀ اړه لۀ اوردغان سره خبرې کړې دي

مېرکل د افغانستان پۀ اړه لۀ اوردغان سره خبرې کړې دي
د نوموړې په وینا نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي. مېرکل دغه راز ویلي چې له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان کډوالو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
مېرکل ویلي چې دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي.
د نوموړې په وینا نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي. مېرکل دغه راز ویلي چې له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.
اړونده موضوعات:
په وروستیو کې زرګونه افغانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ کوښښ کوي خو د راپورونو له مخې پر دغه لارو سخت بندیزونه وضع شوي او کډوالو ته ان د سر خطر هم شته دی.






