سپوتنیک ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو جدي اړتیا ده

سپوتنیک ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو جدي اړتیا ده
سپوتنیک ته فرانسوي شنونکو او سیاستوالو ویلي چې نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی دی چې دا کافي نه دي.
(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د اقتصادي مرستو تر څنګ ددغه هېواد کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.
سپوتنیک ته فرانسوي شنونکو او سیاستوالو ویلي چې نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی دی چې دا کافي نه دي.
اړونده موضوعات:
د اندونیزیا ولسمشر ویلي چې نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه وکړي
سرچینه وایي چې له افغانانو سره د خواخوږۍ او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي څو هلته اقتصادي ثبات وساتل شي.
سرچینه کاږي افغانستان په سخت وضعیت کې دی، بشري مرستو ته اړتیا لري، سوداګر د خپلو کارونو پيلولو ته اړ دي او ددې هر څه لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې چین هېواد هم د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصون غوښتی ؤ او دا ئې د افغانانو خپل حق ګڼلی ؤ.






