د اندونیزیا ولسمشر ویلي چې نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه وکړي

0
69

د اندونیزیا ولسمشر ویلي چې نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه وکړي

پۀ دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو پۀ نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان یوازې پرېنږدي؛ کنۀ افغانستان به یو ځل بیا د نشه یي د توکو د کښت پر مرکز او د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

 

(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

اندونیزیا وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ثبات او ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی.

دده په وینا دوی او د نړۍ ټول هېوادونه غواړي چې نور افغانستان له دایمي سولې او ثبات برخمن شي.

هغه زیاته کړې د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د ثبات د راوستو او سولې لپاره لاس په کار شي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

اندونیزیا په نړۍ کې ستر اسلامي هېواد ګڼل کېږي چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي.

پۀ دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو پۀ نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان یوازې پرېنږدي؛ کنۀ افغانستان به یو ځل بیا د نشه یي د توکو د کښت پر مرکز او د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

Leave a reply