په تورخم پوله افغانستان سره تجارتۍ هلې ځلې روانې دي

باغي ټي وي رپورټ
دمیی میاشتې په اتمه نیټه کال ۲۰۲۱ په پاک افغان پوله د این سي اوسي د یو مراسلې له رویه د کورونا مرض مخنیولي لپاره سفری بندیوزونه ولږیدل خو د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت بند نه شو او نن هم جاري دې، د پاکستان نه د صادراتو ډک ګاړي افغانستان ته او د افغانستان د نوادراتو نه ډک ګاړي د تورخم له لارې پاکستان ته راځي.

د تورخم سرکاري سرچینو ترمخه پرون ۳۴۳ ګاړي او نن په ۱۶ د اکتوبر د افغانستان نه د نوادراتي توکو نه ډک ۳۸۹ ګاړي پاکستان ته راداخل شوی ، د سرچینو مطابق د پاکستان د صادراتو نه ډګ ۲۸۲ ګاړي پرون افغانستان ته داخل شوي او نن په ۱۶ اکتوبر ۳۱۲ د صادراتو ګاړي افغانستان لاړل.
څرګنده دې وی چې په دې دوه ورځې کښې ۱۳۲۶ ټرکونو په پوله اووختي دي، د بارډر سرچینو مطابق په دومره شمیر کښې ټرکونو به څو کله وړاندې د پاکستان صادراتو نه ډګ ټرکونه افغانستان ته تلل خو د پولې تواړو طرف د امنیتي مسلو د راپیښیدو نه پس د پاکستان او افغانستان تجارت ډیر بد متاثره شوې دې.
د اسلامی امارت مشرانو رسنیو سره په خبرو کښې ویلي دي چې دوی غواړي چې ګاونډی هیوادونو سره ښې اړیکې او دوه طرفه تجارت ته وده ورکړي او هیچا سره هم بدې اړیکې نه غواړو.
څرګنده دې وی چې په چمن پوله او دغه شان په تورخم پوله هم د څو ورځو نه ځایی خلقو اومزدورانو په احتجاج لاس پورې کړې او غوښتنه کوي چې د تورخم او چمن پوله دې دې عام تګ راتګ لپاره پرانستۍ شي خو بیا پاکستاني چارواکي وایی چې پوله د پاکستان چارواکو له طرف نه تړل کیږي او په دې څو ورځې کښې هم د افغان چارواکو له طرف نه څه د امنیتي ستونزو رامنځ ته کیدو له وجهې پوله وتړل شوه .