د امارت اسلامی افغانستان ملاتړ کوو: ډاکټر عبدالله عبدالله

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پخواني حکومت کښې د مصالحتي کمیشن مشران ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشیر او پروان ولایت نه راغلیو مشرانو او مخورو سره په خبرو اترو کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت له طرف نه د امنیت ټینګولو ستاینه کوو.
ډاکټر عبدالله عبدالله اویل اسلامي امارت د امینیت باور راکړي او مونږ هم په افغانستان کښې اوسیدو ته ژمن یو ، نوموړی اوویل چې به هیواد کښې د امارت اسلامی له طرف نه د ثبات او امنیت ټینګولو ستاینه کوو.
په ورځپانړه وحدت کښې د پایه تخت کابل خبریال د یو رپورټ مطابق ډاکټر عبدالله عبدالل اوویل چې په پخواني حکومتونو کښې فساد ډیر زیات وو په حکومتی ادارو کښې ښه مدیریت نه وو ، په دې هیواد کښې هرڅه یرغمل شوي وو او واک او طاقت د یو سړي په لاس کښې وو.
ډاکټرعبدالله عبدالله اوویل چې جنګ یو ازمایل شوې نسخه ده او جنګ بدې پایلې لری، دې لپاره باید جنګ بیا تجربه نه شي او ددې په لړ کښې باید مونږ ټول د امارت اسلامی ملاتړ وکړو چې په افغانستان کښې امن راشي او دلته د افغان وینه تویدنه بنده شي.
دوی اوویل چې طالب مشرانو د سر اومل د حفاظت ډاډ راکړې دې ، زمونږ سر او مال خوندي دې او کوم مشکل نه لرو . څرګنده دې وی چې ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان پخوانۍ اولس مشر حامد کرزۍ هغه مشرانو او سیاستدانان وو چې دوی د بهرني ځواکونو د وتلو نه پس دې هیواد نه و نه وتل او د امارت اسلامی د حکومت ملاتړ ی کړې دي.
یاده دې وی چې په ۳۱اګست چې کله نه د امارت اسلامی افغانستان په افغانستان کنټرول لاس ته راغلي نه امارت ټول خلقو ته اعلان کړې چې د امارت اسلامی له اړخه ټول اولس ته د عام معافۍ اعلان دې.

Leave a reply