اسلام آباد نړیوال هوایی ډګر د افغان ټرانزټ ټریډ لپاره پرانستل شوې دې: محمد صادق

محمد صاق خان پاکستان کسټم هاوس ته مبارکي ورکړې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران د افغانستان لپاره ځانګړۍ نماینده محمد صادق په ټویټ کښې ویلي دي چې د پاکستان اسلام آباد نړیوال هوایی ډګر وس په لوړه کچه افغان ټرانزټ ټریډ لپاره پرانستل شوې دې.

هغه په ټویټ کښې پاکستان کسټم ډیپارټمنټ له مبارکي ورکړې ده، او ویلي ی دې چې یوې الوتکې د افغان ټرانزټ ټریډ بیله بیل قسم صنعتي توکي پرون راوړل او بیا دا تجارتی توکي د کانټینر په مدد سره پایه تخت کابل د تورخم له لارې ولیږل شول.
محمد صادق وایی چې د کارګو الوتکې په ذریعه اسلامی هوایی ډګر ته د افغان ټرانزټ ټریډ تجارتي توکي راوړل او بیا کابل ته انتقالول ښایی چې پاکستان د اقتصاد په لړ کښې په څومره ښه انداز خپله ذمه واري ترسره کوي.
یاده دې که یو طرف د کورونا له وجهې په پاک افغان پوله بندیزونو دي خو د پاک افغان تورخم او چمن پوله د تجارت لپاره پرانستې ده. د تورخم سرچینو ترمخه په دې پوله روزانه تر ۱۰۰۰ پورې ډک د صادراتو او وارداتو تجارتي سامان ګاړي اوړي.