اسلامي امارت د بلاول بوټو هغه څرګندونې بې بنسټه بللي چې پکې افغانستان د سیمې او نورو هیوادونو ته ګواښ بلل شوی.

0
195

اسلامي امارت د بلاول بوټو هغه څرګندونې بې بنسټه بللي چې پکې افغانستان د سیمې او نورو هیوادونو ته ګواښ بلل شوی.

19 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې پکې افغانستان یې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ګواښ بللی.

 

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هغه څرګندونې له حقیقته لرې دي چې د ده په وینا ښايي ‏ترهګرې ډلې له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي ځکه افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.‏

 

د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

 

د یادولو ده چې د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادو ښه دی، غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې اسلامي امارت هم د اشغال پرمهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي،‏ چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.

 

د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی. د ا. ا. ا. ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي ‏چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د بلاول بوټو د هغه څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې د سیمې د ثبات لپاره د یو سوله ییز افغانستان غوښتونکي یو.

 

همداراز پاکستان ته مشوره ورکوو چي په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي.

Leave a reply