اسلامي امارت د بلاول بوټو د هغه څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې د سیمې د ثبات لپاره د یو سوله ییز افغانستان غوښتونکي یو.
اسلامي امارت د بلاول بوټو د هغه څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې د سیمې د ثبات لپاره د یو سوله ییز افغانستان غوښتونکي یو.
19 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د هغه څرګندونو هر کلی چې تیره ورځ یې په مونیخ کنفرانس کې د افغانستان د سوله ییز او باثباته غوښتلو په اړه کړې دي.
خبر زیاتوي چې اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوي چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي.
همدا راز بلاول بوټو د خپلو خبرو په دوام کې له نړیوالو غوښتي تر څو د افغانستانکنګل شوې شتمني ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.
اړوند موضوعات
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د افغانستان په تړاو تازه څرګندونې کړي.
اسلامي امارت د بلاول بوټو هغه څرګندونې بې بنسټه بللي چې د افغانستان د امنیت په اړه یې کړي.
حماد