د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د افغانستان په تړاو تازه څرګندونې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د افغانستان په تړاو تازه څرګندونې کړي.
18 فبروري 2023
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر «بلاول بوټو» د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ویلي چې افغانستان کې دا مهال بې شمیره ترهگرې ډلې مرکزونه لري چې د افغانستان له خاورې د پاکستان، غرب او چین پر وړاندې فعالیت کوي.
بلاول بوټو ویلي پاکستان نه غواړي پر افغانستان تیری وکړي، TTP په نښه کړي او تیرې تجربي تکرار کړي.
دده په وینا باید د افغانستان سرپرست حکومت وهڅول شي څو ترهگرۍ سره مبارزه وکړي او ورسره مرسته وشي ځکه دا حکومت، پوځ، د تروریزم ضد ځواک او سرحدي ځواکونه نلري.
اړوند موضوعات
بلاول بوتو زرداری: ما در مبارزه با تروریزم به افغانستان کمک می کنیم
پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د سیمې او نړۍ هیوادونه ټول غواړي چې افغانې نجونې زده کړې وکړي، افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي او د دې هیواد سرپرست حکومت په خپلو ژمنو عمل وکړي.