د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیرو دوه اونیو کې څه باندې څه باندې ۱۷۸ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
238

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیرو دوه اونیو کې څه باندې څه باندې ۱۷۸ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

18فبروري 2023

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېرو دوه اونیو کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې( ۱۷۸۶۰۳) مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د دلوې ۱۴څخه تر ۲۷م) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۱۷۸۶۰۳ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۷۱۷۷۶ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۴۶۵۶ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۱۱۴۵۲۹ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۵۹۴۱۸ ټنه راغلي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۶۸۲۷ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ څه باندې ۵۴۳۰۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

دا په داسې حال کې ده نیږدې یوه اونۍ د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات د یو څه ستونزو له امله چې ازبکستان سره حل شوی بند شوي وه.

حماد

Leave a reply