په بلغاریه کې د څو تنو افغانانو پر مړینه اسلامي امارت ژوره خواشیني څرګنده کړی او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

په بلغاریه کې د څو تنو افغانانو پر مړینه اسلامي امارت ژوره خواشیني څرګنده کړی او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.
18 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې د بلغاریه هېواد صوفیه ښار په یو غمجنه پېښه کې، چې څو تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خواشیني ښودلی.
خبر زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د فبروري په ۱۷ نېټه؛ په بلغاریه هېواد کې یو سر تړلی موټړ(کانټینر) چې د نوموړي هېواد د پلازمېنې صوفیه پر حلقوي سرک له درې ورځو څخه بند پاتې وو چې متاسفانه د ولږې، تندې او اکسېجن د کمښت له امله په دغه موټر کې ۱۸ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور د مېزبان هېواد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیا يې د ډاډ وړ ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغه غمجنې پېښې له امله د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کوي چې خپل ژوند د ناقونه او قاچاقي لارو له لارې په خطر کې وانه چوي.
اړوند موضوعات
همدارنګه له ټولو نړیوالو بنسټونو او په ځانګړي توګه د میزبان هېواد څخه غواړي چې د انسانانو قاچاق کوونکي، چې تل د بې ګناه انسانانو ځانونه اخلي، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.






