اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي له خپل ایراني سیال سره لیدلي او پر روغتیایي مسایلو یې خبرې کړي.

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي له خپل ایراني سیال سره لیدلي او پر روغتیایي مسایلو یې خبرې کړي.
16 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او مل پلاوي د ایران هیواد د روغتیا له وزیر عین الاهي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې په ایران کې د افغانستان لوی سفیر، مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون کړی و، په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په بامیان کې د زړه ناروغانو ۲۰۰ بستریز اختصاصي روغتون، په کابل کې د سرطان د درملنې اختصاصي مرکز،په روغتیايي سکتور کې د روغتیايي پرسونل د روزنې، د افغان مهاجرو د روغتیا او د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې پر همکاریو بحث ترسره شو.
د ایران د روغتیا وزیر، عین الاهي په G5 غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي عباد او ورسره مل پلاوي ګډون څخه مننه وکړه او دوه اړخیزه همکاري یې اړینه وبلله.
هغه وویل چې د بامیان ۲۰۰ بستریز قلبي روغتون چارې تر ډېره بشپړې شوي او تجهیزات به یې هم ډېر ژر ور ولېږل شي.
نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې وویل:اروپايي هېوادونو خپلو خلکو ته د سهولتونو د رامنځته کولو لپاره اروپايي اتحادیه رامنځته کړې چې وګړي یې پرته له وېزې کولای شي سفر ترسره کړي، موږ هم باید په سیمه کې د موجوده او یو شان دیني، فرهنګي او ژبني ارزښتونو پر اساس د روغتیا په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته کړو.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر ايران هېواد کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ایران هېواد د روغتیا وزیر ته بلنه ورکړه چې کابل ته په سفر راشي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي.






