د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر ايران هېواد کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ.
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر ايران هېواد کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړ.
16 فبروري 2023
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ایران هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د G5 استازو ته د خپلې وینا پرمهال په روغتیايي سکتور کې سیمه اییزه همکاري، د پوهې او تجربو شریکول او په سیمه کې د عصري او پرمختللې طبي ټکنالوژۍ پر ودې ټینګار وکړ او دا یې د سیمه اییز اتصال لپاره اړینه وبلله.
ښاغلي وزیر زیاته کړه چې په سیمه کې کلتوري، دیني، ژبني او ګډو ټولنیزو ارزښتونو ته په کتلو سره باید هڅه وشي چې په سیمه کې د روغتیا په برخه کې له موجوده سرچینو او پرمختګونو څخه د سیمې په هېوادونو کې د سوکالۍ په موخه استفاده وشي.
نوموړي د طب په برخه کې په سیمه کې موجوده سرچینو او ظرفیتونو ته لاسرسی آسانه، د بیې په لحاظ مناسب او د کیفیت له اړخه هم د ډاډ وړ یاد کړ او له هغه څخه ګټه اخیستنه یې په سیمه کې د روغتیايي سکتور او سیمه اییز اقتصاد د غوړېدو لاملونه وګڼل، چې د سیمې هېوادونه به د ځان بسیاینې پر لور رهي کړي.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ایران هیواد ته په يو رسمي سفر تللی.
په دا وروستیو کې د عامې روغتيا وزارت رهبري د بيلا بيلو هيوادونو سره د افغانستان د روغتيايي سکتور د لا معياري او پياوړي کولو لپاره په هڅو بوخته ده چې د روغتيا په سيستم کې يې رغنده مثبت رول لوبولی دی.