د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی ایران هیواد ته په يو رسمي سفر تللی.

0
104

د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي ایران هیواد ته په يو رسمي سفر تللی.

11 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ د یاد وزارت یو پلاوی ایران هیواد ته په رسمي سفر لاړ.

خبر زیاتوي چې د روغتیا سرپرست وزیر به د دې سفر په ترڅ کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړي، چې ایران هیواد کې کیدونکی دی.

 

او همدارنګه سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې له خپل ایراني سیال سره په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د سرطان (کېنسر) ناروغۍ د درملنې انسټېټیوټ لنډمهاله او اوږدمهاله د ظرفیت جوړونې پروګرامونو خبرې اترې وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د جمهوریت روغتون ریفورم طرحه ارزولې.

 

خبر زیاتوي چې همدا راز به یاد پلاوی په ایران کې د افغان مهاجرو د روغتیا او د هغه روغتونونو په اړه چې د ایران له لوري په بامیان او کابل کې جوړېږي د کاري پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړي.

حماد

Leave a reply