د ریاست الوزراء اداري مرستیال د روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د جمهوریت روغتون ریفورم طرحه ارزولې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د جمهوریت روغتون ریفورم طرحه ارزولې.
9 فبروري 2023
د جمهوریت روغتون ریفورم طرحه چې په امارتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په موخه د عامې روغتیا وزارت د طرحې یوه برخه ده، نن د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ غونډه کې پداسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د یاد وزارت مسؤلینو او متخصصینو حضور درلود، وارزول شوه.
په دې طرحه کې چې د یاد وزارت متخصصینو وړاندې کړه، د جمهوریت روغتون لپاره د بسترونو، اداري او مسلکي کارکوونکو، په هره دوره کې د متخصص ډاکټرانو د روزنې په ظرفیت د متخصصینو د روزنیزو مرکزونو او بېلابېلو ډيپارټمنټونو زیاتوالی، د بین المللي معیارونو مطابق د جوړښتونو ایجاد او د متخصصینو لپاره وظیفوي مسئونیت په پام کې نیول شوی دی.
همدا راز څرګنده شوه چې جمهوریت روغتون به د ISO او JCIA پر معیارونو برابر شي. د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا، اوسمهال زرګونه هیوادوال د درملنې په موخه بهر ته سفر کوي چې د یادې طرحې په عملي کولو سره به پام وړ ناروغۍ په هیواد کې دننه معالجه او له هیواده بهر به د میلیونو ډالرو د وتلو مخنیوی وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یادې طرحې په اړه وویل، د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه په امارتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په موخه د عامې روغتیا وزارت د طرحې لومړۍ مرحله ده چې د مثمر والي په صورت کې به په تدریجي توګه د هیواد په ټولو روغتونونو کې اجرا شي.
اړوند موضوعات
عامې روغتیا وزارت: د پنجشیر ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون پاتې ساختماني چارې به زر پیل شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ذکر شوې طرحه ګټوره وبلله وې ویل، دا طرحه به د افغانستان اسلامي امارت له ذیصلاح مقاماتو سره شریکه او له تاییدۍ وروسته به عملي شي.





