پوهنې وزارت: د هيواد او دارالهجرت د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموينه پای ته ورسېده.
پوهنې وزارت: د هيواد او دارالهجرت د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموينه پای ته ورسېده.
9 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هيواد په دېرشو ولايتونو او په دارالهجرت کې د افغان مهاجرينو په دیني مدارسو کې د لویې دورې(لیسانس)، وړې دورې(څوارلسم ټولګي) او پنځمې درجې(دولسم ټولګي) مشترکه کلنۍ ازموينه نن ورځ پای ته ورسېده.
یاده ازموینه چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت تر اشراف لاندې واخستل شوه، ټول ټال پکې د هیواد د داخلي مدارسو ۲۳۷۹۳ تنو او د دارالهجرت د مدارسو ۱۵۲۵ تنو زده کوونکو(طالبانو) برخه درلوده.
د يادې ازموینې بریالیو زده کوونکو ته به د پوهنې وزارت له لوري رسمي اسناد ور کول کېږي.
اړوند موضوعات
د ازموینې د ګډون والو او څارونکو په وینا، یاده ازموینه له غوره مدیریت او ښه نظم څخه برخمنه وه.