وزارت اقتصاد: کندهار ولایت کې د اوبو یو چيک ډيم جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو.

0
184

وزارت اقتصاد: کندهار ولایت کې د اوبو یو چيک ډيم جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو.

17 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند کندهار ریاست د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د یاد ولایت بولدک ولسوالۍ کې د اوبو یو چیک ډیم جوړ شو.

 

خبر زیاتوي چې د کندهار ولايت د اقتصاد ریاست په همکارۍ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ په سکتور کې د سپين بولدک ولسوالۍ په بيدک کلي کې د UNDP په مالي مرسته او د DRC مٶسسې په تخنیکي همکارۍ د ځايي خلګو په غوښتنه یو چيک ډيم جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

ياد چيک ډېم چې، ٦٠ متره اوږدوالى، ١٣ متره لوړوالى او د ١٧٠٠٠٠ متره مکعبه د اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري د ٥٣٠٠٠ امريکايي ډالره په لګښت د پنځو مياشتو په جريان کي جوړ شو.

اړوند موضوعات

 ننګرهار کې د اوبو لګولو او ځمکو خونديتوب په موخه دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

خبر زیاتوي چې د یاد ډیم جوړول د عامو خلکو په غوښتنه جوړ شو، چې نیږدې ۴۰۰۰ کورنۍ به ترینه استفاده کوي.

Leave a reply