ننګرهار کې د اوبو لګولو او ځمکو خونديتوب په موخه دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

0
114

ننګرهار کې د اوبو لګولو او ځمکو خونديتوب په موخه دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

مسؤلین زياتوي، د شينوارو ولسوالۍ راغه سيمه کې يې د پنځه عشاريه درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۴۰۵ متره په اوږدوالي يو استنادي ديوال جوړ شو، چې اته سوه د استوګنې کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلاب له خطر څخه وژغورل شوه.

‏نوموړی وايي ياد کانال سره ۵۰۰ متره ویالې پاکې او د کانال په اوږدو کې درې پلچکونه جوړ شول، چې د دیارلس سوه جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه.

 

(2023 / 2 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ننګرهار کې د اوبو لګولو او ځمکو خونديتوب په موخه دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ننګرهار کې د UNDP په لس عشاريه اووه میليونه افغانيو مالي لګښت او د DRC په تخنيکي همکارۍ په مومندرې او شينوارو ولسواليو کې د اوبو لګولو او ځمکو خونديتوب په موخه دوه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار کرنې رياست مسؤلین وايي، ‏چې د مومندرې ولسوالۍ لنډۍ کلي کې د پنځه عشاريه څلور ميليونه افغانيو په مالي لګښت پنځه سوه متره د اوبو لګولو يو کانال ورغول شو.
مسؤلین زياتوي، د شينوارو ولسوالۍ راغه سيمه کې يې د پنځه عشاريه درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۴۰۵ متره په اوږدوالي يو استنادي ديوال جوړ شو، چې اته سوه د استوګنې کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلاب له خطر څخه وژغورل شوه.

اړوند موضوعات:

اوبو او انرژۍ وزارت: هرات ولایت کې د نیږدې اووه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ویناچ کانال د ساتنې پروژه پرانیستل شوه.

‏نوموړی وايي ياد کانال سره ۵۰۰ متره ویالې پاکې او د کانال په اوږدو کې درې پلچکونه جوړ شول، چې د دیارلس سوه جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه.

Leave a reply