اوبو او انرژۍ وزارت: هرات ولایت کې د نیږدې اووه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ویناچ کانال د ساتنې پروژه پرانیستل شوه.

0
51

اوبو او انرژۍ وزارت: هرات ولایت کې د نیږدې اووه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ویناچ کانال د ساتنې پروژه پرانیستل شوه.

30 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت اړوند په هرات ولایت کې د ویناچ کانال د ساتني او مراقبت پروژه د ۷۲۶۸۷۸۴ افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه.

 

خبر زیاتوي: د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالي کې د سلما بند اړوند د ویناچ کانال د ساتني او مراقبت پروژه د اووه میلیونه دوه سوه اته شپیته زره اووه سوه څلور اتیا (۷۲۶۸۷۸۴) افغانیو په ارزښت د ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي سردار ولي مزمل او د سلما بند تخنیکي ټیم په شتون کې پرانیستل شوه.

 

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تمویلیږي چې د یونیک وهاج ساختماني شرکت له لوري په درې کاري سایټونو کې ترسره کېږي.

اړوند موضوعات

اوبو او انرژۍ وزارت: د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.

 

د یاد وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې یاده پروژه کې څه د باندي ۵۰ تنو ته د دوو میاشتو په موده کې د کار زمینه چمتو کېږي.

Leave a reply