په کابل کې د ایران هیواد سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره پر ځینو مسایلو غږیدلی.

0
179

په کابل کې د ایران هیواد سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره پر ځینو مسایلو غږیدلی.

17 فبروري 2023

 

د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په خپره شوې یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور تیره ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي داکتر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

په یاد کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو په اړه لنډې خبرې وکړې.

 

همدا راز د ایران هیواد سفیر او ورسره مل پلاوي په مختلفو برخو کښې په تیره بیا د افغانستان د کانونو په برخه کښې د پانګونې لپاره د خپل چمتووالی څرګند کړ او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

کابل کې د ایران سفارت تازه ویلي چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لړۍ او بهیر چټکوي.

 

د ايران سفير دغه راز د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو او د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره د کار پيدا کولو په مقصد د دواړو هېوادونو په 20 کيلو مټرۍ کښې د ګډ ازاد مرکز د جوړولو غوښته وکړه او د کانونو په برخه کښې یې د داړو هیوادونو د کارپوهانو تجربو شریکولو باندې ټینګار وکړ.

Leave a reply