کابل کې د ایران سفارت تازه ویلي چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لړۍ او بهیر چټکوي.

0
202

کابل کې د ایران سفارت تازه ویلي چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لړۍ او بهیر چټکوي.

31 جنوري 2023

 

کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د ولس مشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګریو له لارې افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو او یو کلنو ویزو د ورکولو لړۍ چټکوي.

 

کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت په پنځو قونسلګریو کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکولو د بهیر د اسانتیا اعلان وکړ.

اړوند موضوعات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: هیواد یې د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو څخه دی.

 

کاظمي قمي په یوه ټویټ کې لیکلي: د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په هدف د اقداماتو په ترسره کولو سره، د ایران په پنځو نمایندګیو دفترونو کې د (۶ میاشتو او یو کال) د ګڼو سوداګریزو ویزو د صادرولو او ترلاسه کولو بهیر آسانوي او چټک کوي یې.

حماد

Leave a reply