د ایران د بهرنیو چارو وزیر: هیواد یې د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو څخه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: هیواد یې د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو څخه دی.
24 جنوري 2023
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، دې ته په نغوتې سره چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) کورنۍ یو ډېر مهم غړی دی، وايي چې ایران د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو څخه دی او تل یې د هغه له عملي کېدو ملاتړ کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په شپږویشتمې غونډه کې، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې کړې دي.
ښاغلي عبداللهیان په دغې غونډه کې زیاته کړې چې په افغانستان کې له زده کړو او کاره د ښځو محرومول، «د اسلام مقدس دین» له لارښونو سره په ټکر کې دي.
اړوند موضوعات
تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر کتلي.
یاده غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت کوم استازي ګډون نه دی کړی او نه یې تر اوسه د یادې غونډې په اړه کومه خبره کړی.