تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر کتلي.

0
208

تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر کتلي.

23 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره تیره ورځ به کابل کې د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي وکتل.

 

مولوي امیرخان متقي نوموړي سفیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله یې وکړه، ورپسې د دواړو هیوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.

 

ښاغلي قمي وویل د ابو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي چي اوبه داسي مدیریت شي چي ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.

 

دبهرنیو چارو وزیر د ایران د حق ابې په اړه د اسلامي امارت دریځ واضح کړ چي موږ د افغانستان او ایران تر منځ د ١٣٥١ ھ ش کال د اوبو معاهدې ته ژمن یو خو دا چي د بارانونو د کمښت او وچ کالي له امله اوبه کمې شوې دي دا یو واقعي عذر دی، موږ امېد لرو چي د بارانونو په ډیرښت سره به دا ستونزه حل شي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

 

باید وویل شي چې حسن کاظمي قمي په کابل کې دایران سفارت د سفیر ترڅنګ د یاد هیواد د جمهور ریس د ځانګړي استازي په حیث هم دنده مخته وړي.

Leave a reply