د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي چې د تیر په پرتله افغانستان سږ کال د سختې سړې هوا له کبله مرستو ته اړتیا لري.

0
196

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا ویلي چې د تیر په پرتله افغانستان سږ کال د سختې سړې هوا له کبله مرستو ته اړتیا لري.

23 جنوري 2023

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې افغانستان کې د نورو کلونو په پرتله سړه هوا ډېره شوي چې له امله یې افغانان له یو شمېر مشکلاتو سره مخ دي.

اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ۵۶۵ زره اړمنو او زیانګالو سره مو د کمبلو، سر پناه پر ځایونو او هغوی ته د کرایي کور په نیولو مرستې رسولي.

 

یادې ادارې ویلي د بودیجې د کموالې له امله د اړمنو وګړو په بېړنیو مرستو کې کموالی راغلی، نو پر نړیوالو موسسو غږ کوو چې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې نړیوالې موسسې دې ورته په وخت لاس رسی ولري.

 

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې د سختې یخنۍ، واورې او سړې هوا له کبله نیږدې سل تنه مړه او بې حاله شوي.

حماد

Leave a reply