د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

23 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره نن ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس او مل پلاوي سره وکتل.

 

د دغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو.

 

همداراز نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.

 

ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.

 

ورپسې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ رتبه پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.

 

متقي زیاته کړه چې موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري، نوموړي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې دنیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

اړوند موضوعات

افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

 

ښاغلي متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور واورېدې، د «پاملرنه» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.