افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
22 جنوري 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې ښاغلي ایلوا افغانستان کې په بېلا بېلو سکتورونو کې د سره صلیب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت له هر اړخیزې همکارۍ ځانګړې مننه وکړه.
نوموړي وویل چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوي.
ورپسې ښاغلي متقي ددوی له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل چې اسلامي امارت ددوی د هڅو د زړه له تله قدرداني کوي، سور صلیب د ټولنې د تر ټولو ضعیف قشر په خدمت بوخت دي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت د نوي خارجه وزیر سره تلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل له نېکه مرغه هیواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله ټپيان لیږ شوي، بناء په کار دی چې له هیوادوالو سره په نورو سکتورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پیوند، د اړتیا په صورت کې بهرني هیوادونو ته معیوبینو انتقال او د داخله مریضانو د تداوۍ په برخه کې خدمات پراخ شي.