لنډیکوتل کښې دپوليسو دا کړنه ناسمه او دخلقو دګټو په ضد ده ، دې کار د سوداګرو ټولنې د ټرانسپورټرانو په ګډون د عامو خلقو او مسافرو ترمینځ وېره رامنځته کړې ده: خبري غونډې ته د مشرانو وینا

0
113

نصیب شاه شینواري
د پاک افغان لويې لارې نه د پوليس سکيورټي لرې کول او چيک پوسټونو بندول د پوليس چارواکو لخوا يو ډیر ناسم ګام دې، په پاک افغان لويه لار هره ورځ د اربونو روپو تجارت کيږي، پولیس لرې کولو سره تاجران، ټرانسپورټران او عام وګړو ژوند ته د ګواښ پپیښیدو اندیښنه ده، د پولیسو پوستې باید بحالې او اضافي پرسونل وګمارل شي، که داسې و نه شی نو د کومې بدې پیښې ذمه وار به د پولیسو یا نور اړوند ادارو مشران وي.
د دې خيالاتو څرګندونه د تورخم کسټم کلیئرنس ایجنټانو ایسوسی ایشن چیئرمېن معراج الدین شینواری او د کسټمم ایجنټانو د اتحادیی صدر ریاض شینواري، د خیبر چیمبر آف کامرس نائب صدر ظهیر الله، د ټرانسپورټ اتحادیې صدر حاجی عظیم الله، د لنډی کوتل بازار یو نین صدر جعفر خان شینواري خپلو ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړه.

دوی اوويل چې دپوليسو دا کړنه ناسمه او دخلقو دګټو په ضد ده . دې کار د سوداګرو ټولنې د ټرانسپورټرانو په ګډون د عامو خلقو او مسافرو ترمینځ وېره رامنځته کړې ده

هغه وويل چې د سي سي پي او پيښور په امر د پاک افغان لويې لارې د نهو چيک پوسټونو څخه چارواکي لرې کړل شوي او چيک پوسټونه تړل شوي دي چې له امله یې د پاک افغان دوه اړخیز تجارت سره تړلې سوداګرې ټولنې، د ټرانسپورټرانو په ګډون افغانستان ته د تلونکو عامو وګړو ترمنځ ډار خپور شوې دې.
معراج الدين او نورو وويل د پاک افغان د لارې د افغانستان پشمول د منځنۍ اسيا هېوادونو سره هره ورځ د اربونو روپو تجارت کېږي، د برتانيې د واکمنۍ پر مهال د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د ساتنې لپاره د پاک افغان په لويه لاره د پوليسو دايمي پوستې جوړې شوې وې او اوس د سي سي پي او پيښور محمد اعجاز خان په حکم د پاک افغان په لويه لار د پوليس نهه چيک پوسټونه تړلي شوي دي چې دای ی یوه ډیر غیرذمه وار کار کړې دې او دې سره په سوداګرو او ټرانسپورټرانو کښې ډار او اندیښنې خپرې شوي دي.

مشرانو دا خبره هم وکړه چې په چیک پوسټونو د ټرانسپورټرانو څخه د رشوت او غیرقانوني پیسو اخستو شکایت دې، هغوی زیاته کړه چې که په چیک پوسټونو رشوت اخستل کیږی نو باید د پولیس افسرانو دا رشوت بند کړي ،دوی اوویل چې په داسې وخت کښې امنیتي پوستې تړل یو ډیر ناسم کار دې چې له وجهې ی په سیمه کښې د غلا او شوکې پیشې هم زیاتې شوي دي.
مشرانو غوښتنه وکړه چې پولیس دې په دې چیک پوسټونه کښې وټاکل شی چې د خلقو او سوداګرو ژوند امنیت وساتل شي.

Leave a reply