د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت د نوي خارجه وزیر سره تلیفوني خبرې کړي.

0
87

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت د نوي خارجه وزیر سره تلیفوني خبرې کړي.

22 جنوري 2023

 

بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له نوي وزیر چین ګانګ سره تلیفوني خبرو کې د دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ او په افغانستان کې د چین پانګونې، امنيت او ثبات په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته د نوي ماموریت له امله مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ښاغلي چین ګانګ د مسؤولیت په موده کې د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې لا وده وکړي.

 

متقي وویل، چین هم په نړیوال سیاست کې او هم د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان پر واحد چین باور لري.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د امو نفتي حوزې قرارداد یو مهم پرمختګ دی او د دواړو هېوادونو له سوداګریزو اړیکو سره ډېره مرسته کولای شي.

 

د هېواد د بهرنيو چارو وزير چينايي لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د سيمې امنيت او ثبات لپاره هڅی کوي او هېڅ ډلې او يا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو پرخلاف وکاروي.

 

متقي په افغانستان کې د چينايي اتباعو او شرکتونو پر خونديتوب هم ټينګار وکړ.

 

مولوي امير خان متقي چينايي لوری وهڅاوه چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍسکتور کې پانګونه وکړي او له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

 

ښاغلي چین ګانګ له امیرخان څخه مننه وکړه چې د واحد چین په تړاو یې د افغانستان د حکومت پر دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید، د دغه هیواد او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پر تلیفون غږیدلي.

 

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هېواد یې تل د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې کوي او د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی کوي.

Leave a reply