کابل کې د پاکستان پر سفارت برید، د دغه هیواد او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پر تلیفون غږیدلي.

0
105

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید، د دغه هیواد او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پر تلیفون غږیدلي.

3 دسمبر 2022

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تیره شپه د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو سره د دغه هیواد پر سفارت د برید په اړه غږیدلي.

خبر زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټيليفوني خبرې وکړی.

 

د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وغندلې او اطمينان یې ورکړ چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې د عاملینو د پیدا کېدو او د قانون منګلو ته په سپارلو کې به پوره کوښښ وکړي.

 

همداراز ښاغلي بلاول بوټو څرګنده کړه چې دغه ډول پېښې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په داسې شومو اعمالو کې کامیابه شي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر او سفارت برید په کلکو ټکو غندلی دی.

یاده دې وي چې تیره ورځ ناوخته کابل کارته پروان کې د پاکستان پر سفارت او شارژدافیر ډزې وشوې، چې له امله د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي او شارژدافیر روغ ووتلو.
حماد

Leave a reply