اسلامي امارت کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر او سفارت برید په کلکو ټکو غندلی دی.
اسلامي امارت کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر او سفارت برید په کلکو ټکو غندلی دی.
2 دسمبر 2022
نن مازدیګر ناوخته کابل کارته پروان سیمه کې د پاکستان هیواد پر سفارت او د دغه سفارت په شارژدافیر برید وشو، چې نتیجه کې یې د دغه سفارت یو تن ساتونکی ټپی او درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی.
د راپورونو له مخې یاد برید هغه وخت رامنځته شوی چې کله د دغه سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چهل قدمۍ لپاره وتلی و، خو برید ناکام او نوموړی له برید روغ وتلی.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي چې عاملین به ژر ونیول شي او د خپل عمل په سزا به ورسول شي.
اعلامیه زیاتوي د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور د ډزو او ناکامه برید هڅه په کلکو ټکو غندي او یوه امنیتي زخمي شوي کس ته عاجله شفا غواړي. ا. ا. به هیڅکله مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.
امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅیړي، د عاملینو تر پیژندلو وروسته به قانوني جزا ورکړل شي
اړوند موضوعات
بل طرفته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم یاد برید غندلی او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړی او ویلي یې دي چي د یاد سفارت غړي به خپل هیواد ته راوبلل شي.
حماد